د بغلان د دوشي ولسوالۍ په سنګ سراخ سیمه کې تېره ورځ د يو پاسو موټر د چپه کېدو له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو تن ټپي شوی دی.
د بغلان د ترافيکو مديريت د پېښو د څېړنې آمر ویلي، چې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
د امنیه قوماندانۍ د رسنيزې څانګې د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپیان او مړي د پولیسو له خوا ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.