ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ د دغه وزارت یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی.

د ښاغلي زاهد په مشرۍ ددې وزارت یاد پلاوی د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په پار دې هېواد ته په یوه رسمي سفر تللی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندې ویلي، چې ټاکل شوې دغه پلاوی تاشکند ښار کې د یوه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو، د سوداګرۍ پراخولو او ګډو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې اترې وکړي.

یاده دې شي چې دغه افغان پلاوی به په ازبکستان کې له افغان سوداګرو سره هم وګوري او د هغوی ستونزې به له نږدې واوري.

اړوند خبرونه