ډېر لوستل شوي

د غنمو، مېوو او نباتاتو په تولیداتو کې ډېروالی راغلی

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د  تېر يوه کال په پرتله د تازه او وچو مېوو، حبوباتو، غله‌جاتو او ځينو نباتاتو په محصولاتو کې د پام وړ ډېروالي خبر ورکړی دی.

ياد معاونيت وايي، په دې موده کې د غنمو په محصولاتو کې ۱۱سلنه، وريجو کې ۱۰ سلنه، نخودو کې ۵ سلنه، باقلي کې ۲۳ سلنه، جوارو کې ۶ سلنه او په وربشو کې ۱۱۰ سلنه ډېروالی راغلی دی. دغه راز د تازه مېوو له ډلې، په انارو کې ۲۱ سلنه، انګورو کې ۲ سلنه، شفتالو کې ۳ سلنه، په ناک کې ۲۷ سلنه، ګيلاسو کې ۵ سلنه، توت کې ۵ سلنه، کينو او مالټو کې ۲۴ سلنه، زردالو کې ۱۰ سلنه، انځرو کې ۵۱ سلنه، بادامو کې ۳۷ سلنه او چهارمغزو کې ۲۰ سلنه زياتوالی ښودل شوی دی.

اړوند خبرونه