ډېر لوستل شوي

د نغلو بند دروازې د ملي پراختیا شرکت له خوا د هېواد د ننه جوړېږي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د نغلو بند دروازې د خپلو انجنیرانو په هڅو او د ملي پراختیا شرکت له لوري د هېواد د ننه جوړېږي.

هغه زیاته کړې: “پخوا به دغه دروازې له بهر څخه واردېدلې، خو لله الحمد، اوس د هېواد په داخل کې تولیدېږي.”

مرستیال ویاند دا پرمختګ د ځان بساينې پر لور مهم ګام بللی او هیله یې ښودلې، چې په تدریج سره به افغانستان د صنعتي پرمختګ په برخه کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.

اړوند خبرونه