راپورونه وایي، دا درېیم ځل دی چې هندي او پاکستاني ځواکونو د ګډې پولې پر سر وسلواله نښته کوي.
راپورونه وړاندې زیاتوي چې تېره شپه د درېیم ځل لپاره د دواړو هېوادونو ځواکونو پر یو بل درنې او سپکې ډزې کړي دي.
نوی ډهلی ادعا کوي چې پاکستانیو ځواکونو له کوم دلیل پرته پر ګډې پولې هندي سرتېري په نښه کړي.
یاده دې شي چې تر دې پخوا هم د دواړو هېوادونو سرتېرو پر یو بل ډزې کړې وي، خو د دقیقې مرګ ژوبلې په تړاو یې څه نه دي ویل شوي.