اسلامي امارت د ثور د ۷مې او ۸مې تاریخي ورځو د رارسېدو په مناسبت د خپلواکۍ، ازادۍ او شرعي نظام د ارزښتونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملاحمدالله فطرت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ۷۴ کاله وړاندې د کمونیستي کودتا له امله د افغانستان د خلکو مقدس حریم باندې یرغل وشو؛ خو د مسلمان او مجاهد ملت په زړورتیا سره دا تور فصل پای ته ورسېد او د ثور په ۸مه د ازادۍ بیرغ بېرته رپانده شو.
اسلامي امارت دا ورځې د قربانیو، ازادۍ او الهي نصرت ورځې بولي او پر ټولو افغانانو غږ کوي، چې د خپل شرعي نظام د ساتنې او د یو با ثباته اسلامي افغانستان د راتلونکې لپاره یو موټی پاتې شي.
په خبرپاڼه کې، د شکر، وحدت او تعهد پیغام ورکړل شوی او ټینګار شوی چې د هېواد ازادي، امنیت او اسلامي ارزښتونه د ټول ملت د ګډو هڅو پایله ده، چې باید له پوره پاملرنې او ژمنتیا سره وساتل شي.