د ترهګرۍ پر وړاندې د سمنګان امنيه قوماندانۍ مديريت په تېرو شپږو مياشتو کې ۲۸ میله بېلابېلې سپکې او درنې وسلې او د مهماتو یو شمېر توکي کشف او ضبط کړي.
د يادې قومانداني د رسنيو دفتر وايي، په دې وسلو کې کلاشینکوفونه، تفنګچې، لاسي بمونه، ماینونه او بېلابېل ډول مرمۍ شامل دي، چې له غيرمسووله کسانو څخه ترلاسه شوي دي.
د خبر له مخې، دغه وسلې او مهمات د يادې قومانداني د مسوولينو په شتون کې د داياګ مرستيال ته په رسمي توګه سپارل شوې دي. امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړی، چې د ترهګرۍ او جرمونو پر وړاندې مبارزه به جدي تعقیبوي او د خلکو د امنیت لپاره به خپلې هڅې لاپسې ډېرې کړي.