د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شيخ حمدالله نعماني د جوزجان په شبرغان ښار کې جبري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې نمرې ووېشلې.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په جوړو شويو مراسمو کې ښاغلي حنفي له افغان کډوالو سره د ګاونډيو هېوادونو ناسم چلند د ټولو ملي، سيمهييز او نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی او زياته کړې ده، چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو خدمت کوي.
د ياد وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني کډوال خپل وروڼه بللي او خوښي يې ښودلې چې د دوی خدمت کوي او په کور د ننه ورته د داييمي مېشتېدو زمېنه برابروي. ياد ښارګوټی په ۲ زره جريبه ځمکه کې جوړ شوی او د ټولو اسانتياو په درلودو سره ۱ زر ۵۹۸ نمرې لري.