د هند جمهوریت بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رییس آنند پرکاش د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
دې ناسته کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د وروستیو سیمهییزو سیاسي مسایلو اړوند خبرې اترې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو تر منځ د ډيپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او وړاندې یې ویلي چې افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه چمتو شوي. همدا رنګه ښاغلي متقي هندي پانګوال افغانستان کې پانګونې ته رابللي دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وړاندې زیاته کړې چې د افغانستان او هند تر منځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې باید اسانتیاوې رامنځته شي او د سوداګرو په ګډون دې ناروغانو او زده کړیالانو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي.
په همدې حال کې آنند پرکاش خپلو خبرو کې ویلي چې هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي او هیله مند دی چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې هند به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي چې په ځینو زیربنايي پروژو کې هم پانګونه وکړي او هغه پروژې چې له څه مودې راهیسې ولاړې دي، چارې يي بېرته پیل کړي.
په پای کې دواړو لوریو د اړیکو د پراختیا او د تګ راتګ برخه کې د ویزو پر ورکړې ټینګار کړی.

