ډېر لوستل شوي

بلخ کې دوه ښځې له خپل شرعي حقونو برخمنې شوې

امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت په بلخ کې د دوو ښځو د شرعي حقونو د دوسيو له حل خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، په بلخ کې دوو ښځو اړوند رياست ته دوه شکايتونه ثبت کړي وو، چې په خپل وخت ورته رسېدنه شوې او دواړه ښځې له شرعي حقونو برخمنې شوې دي.

دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله په يوه شپږ ماده‌ييز فرمان کې ياد وزارت ته لارښوونه شوې، چې د ښځو په حقونو (میراث، مهر او د ميړه په ټاکنه) کې د ملاتړ مسووليت پرځای کړي.

اړوند خبرونه