د رياستالوزراء ادارې مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست او د ځایي چارواکو په شتونو کې د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ کې په جبري توګه راستنو شويو افغان کډوالو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې.
د کور او ښار جوړول وزارت په دې تړاو په جوړو شوي مراسمو کې د ښاغلي حنفي له قوله ويلي، چې اسلامي امارت کلک هوډ لري او د يوه راتلونکي ودان افغانستان لپاره يې هڅې دوامداره ساتلې دي.
په ياده سيمه کې په ۴ زره جريبه ځمکه کې ښارګوټی جوړ شوی، چې ۲ زره ۶۲۰ استوګنيزې نمرې لري او په ټوليزه توګه ۳۰ ډوله تأسيسات پکې په پام کې نيول شوي دي.