امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسیون خپله غونډه د کمېسیون د مرستیال او د کورنيو چارو وزارت د مرستیال ملا رحمت الله نجيب په مشرۍ ترسره کړې ده.
دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي برخو د تشکیلاتو پر تنظیم او نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
یاده غونډه کې د تشکیلاتو د نظم او اصلاح پر ارزښت خبرې اترې شوي او دې برخه کې د یوه منظم میکانېزم د رامنځته کېدو غوښتنه شوې ده.
د غونډې ګډونوالو ویلي چې د یوه منظم میکانېزم په رامنځته کېدو به وړ او مسلکي کسان خپلو دندو ته دوام ورکړي.
همدارنګه د غونډو ګډونوالو د امنیتي ځواکونو د کمیت پر ځای کیفیت ته د پام اړولو غوښتنه شوې ده.