د ايران حکومت د “شهيد رجايي” په نوم مهم بندر کې تر چاودنې وروسته نن په ياد هېواد کې عمومي وير اعلان کړی دی.
چارواکو په دې پېښه کې د وژل شويو شمېر ۴۰ او د ټپيانو شمېر يې ۱ زر او ۲۰۰ پورې ښودلی دی.
دا په داسې مهال ده، چې له تېرو دوو ورځو راپدې خوا هلته لګېدلی اور لا هم قابو شوی نه دی.