د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې په یاد هېواد کې له افغان سوداګرو سره کتلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، ښاغلي زاهد په دې کتنه کې د افغانستان د اقتصادي حالت د بدلون پر اړتيا ټینګار کړی او له افغان سوداګرو یې غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي وړاندې ویلي چې افغانستان کې اوسمهال له بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او ازبکستاني پانګوال هم کولی شي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
یاده دې شي چې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی.