راپورونه وایي چې په عباس بندر کې د چاودنې او اورلګېدنې له کبله د مړو شمېر ۷۰ تنو ته لوړ شوی دی.
ویل کیږي چې دا اورلګېدنه د پرلپسې درېیمې ورځې لپاره هم نه ده مهار شوې.
د راپورونو له مخې، د سخت باد او توپان په سبب د اورلګېدنې چارې ټکنۍ شوي، خو شاوخوا ۸۰ سلنه اور مهار شوی.
دا چاودنه په کانټینرونو کې د لېږدېدونکو سوډیم پر کلورېټ مادې په واسطه رامنځته شوې چې دا ماده د بالسټیک توغندیو په کارولو کې استفاده کیږي.
ویل کیږي چې دې اورلګېدنې ایران ته د شاوخوا لسو میلیاردو ډالرو زیان اړولی دی.