د غزني امنیه قومنداني د لویو لارو ساتونکو امنیتي ځواکونو دوه تنه مجرمین نيولي دي.
د يادې قوماندي د رسنيو دفتر وايي، یو تن د ملي دفاع وزارت د جعلي هویت کارت په درلودو او د توپانچې له مرمیو سره يو ځای نيول شوی دی.
په همدې مهال امنیتي ځواکونو یو بل تن د ښځو د سر وېښتانو اخستونکی له یوې اندازه د ښځو د سر له وېښتانو سره نيولی دی.
د مسوولينو په وينا، دواړه مجرمین اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي.