د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په ننګرهار کې د ۷۱ ميليونه افغانيو په لګښت د خدمتي پروژو له پيلکېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، دغه پروژې به د ننګرهار په اچين، دور بابا، لعلپوره، مهمندره او خوګياڼو ولسواليو کې پيل شي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي محمد اسماعيل غزنوي نن د دې پروژو د پليکېدو د ناستې په ترڅ کې اړوند مسوولينو ته دنده سپارلې، چې د يادو پروژو د پليکېدو په موخه لاس په کار شي.