ډېر لوستل شوي

شمالي کوریا: د اوکراین پر خلاف مو سرتېري جګړه کوي

شمالي‌کوریا د لومړي ځل لپاره منلې چې د اوکراین پر ضد او د روسیې په ملاتړ یې د دواړو هېوادونو روانې جګړې ته خپل سرتېري استولي دي.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې د یاد هېواد ځواکونو په کرسک کې له اوکراین څخه د سیمو بېرته نیولو کې مهم رول لري.

د شمالي‌کوریا د واکمن کارګر ګوند یوه خبري اژانس لیکلي چې کېم جونګ اون د مسکو او پیونګ‌یانګ ترمنځ د دوه اړخیز دفاعي تړون د یوې برخې په توګه د روسیې د ځواکونو ترڅنګ جګړې ته سرتیري لېږلي دي.

شمالي‌کوریا همداراز دا ویاړ ګڼلی چې د روسیې په څېر ځواکمن هېواد سره اتحاد لري. د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین او کېم جونګ اون د تېرکال په جون میاشت کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې د جګړې په صورت کې به له یوه بل سره په پوځي برخه کې مرسته کوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم د شمالي کوريا له سرتېرو مننه کړې چې د روسي ځواکونو تر څنګ جګړه کوي.

پوتین په خپلو خبرو کې ویلي: “موږ د کوریا د پوځیانو د اتلولۍ، لوړې کچې ځانګړې روزنې او قربانیو ته درناوی کوو چې د روسیې د جنګیالیو په څنګ کې یې د خپل وطن دفاع وکړه.”

یاده دې شي چې کرملین د شمالي کوریا د ۱۴ زرو عسکرو شتون منلی دی.

اړوند خبرونه