ډېر لوستل شوي

عمري پنډغالي کې کډوالو ته د اوبو رسونې یوه شبکه رغیږي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم سیمې په عمري پنډغالي کې د شاوخوا یوولسو میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د یوې شبکې چارې پیل شوي دي.

د دې شبکې د پیل په پار جوړو شویو مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، د عمري پنډغالي مسوول او د کډوالو د کمېټې یو شمېر غړو برخه اخیستې وه.

یاده دې شي چې ددې شبکې د جوړونې پر مهال لسګونو تنو ته کارموندنه شوې چې شاوخوا سلو زرو کډوالو ته به د پاکو اوبو زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه