د اسراييلو صهيونېست رژيم لومړي وزير بنيامين نتانياهو يو ځل بيا د ايران د هستوي تأسيساتو په بشپړ له منځه وړلو غوښتنه کړې ده.
رويټرز د نتانياهو په حواله ويلي، چې د واشنګټن او تهران تړون دې د ۲۰۰۳ کال د ليبيا او لوديځ تړون په څېر وشي.
د نتانياهو دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د امريکا او تهران ترمنځ د ايران د هستوي پروګرام په تړاو د څلورم پړاو خبرې راتلونکې شنبه پيل شي.