د پکتيا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د سيدکرم ولسوالۍ په کوز سيجنک کلي کې د قومي مشرانو او يو شمېر مسوولينو په منځګړيتوب د دوو کورنيو ترمنځ ۱۱۰ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله کړې ده.
د اميد راډيو خبريال د ياد ولايت د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو رييس مفتي نصیر احمد تائب په حواله ويلي، چې د دې رياست له لوري ۷۵ نورې لویې شخړې ثبت شوې او د حل په موخه یې لومړیتوب ورکړی دی.
د ويلو ده، چې ښکيلو خواوو د دې روغې جوړې په ترسره کېدو خوښي ښودلې او له نورو هېوادوالو يې هم غوښتي، چې د دوی په څېر دې د قومي مشرانو او مسوولينو په منځګړيتوب خپلې دوښمنۍ په دوستي بدلې کړي.