ډېر لوستل شوي

کندهار کې د هاوان نهه مرمۍ کشف او ضبط شوې

د کندهار امنيه قومانداني امنيتي ځواکونو په ميوند ولسوالۍ کې د هاوان نهه مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.

د يادې قومانداني وياند ملا اسدالله جمشيد وايي، چې دغه وسلې د يادې ولسوالۍ د قلعه شامير په سيمه کې نيول شوې دي.

د مسوولينو په وينا، چې د يادو مرميو په تړاو تر دې مهاله کوم تورن کس نه دی نيول شوی.

د ويلو ده، چې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د ياد ولايت په اړوند ولسواليو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات تر لاسه کړي دي.

اړوند خبرونه