د آزربايجان په پلازمينه باکو ښار کې د “افغانستان: سیمهییز اتصال، امنیت او پراختیا” په نوم یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی دی.
د ياد هېواد د ترند خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، چې دغه نړیوال کنفرانس د دې هېواد د امنیت ادارې له لوري جوړ شوی، چې د نړۍ د شلو هېوادونو د استخباراتي ادارو استازو پکې ګډون کړی دی.
د يادې ادارې رييس علي نقییف په دې کنفرانس کې ويلي، چې باکو تل د افغانستان د سیاسي ثبات او کورني امنیت د ټينګښت لپاره له نړیوالو نوښتونو ملاتړ کړی او په دې برخه کې يې هېڅ هڅه نه ده سپمولې.
نوموړي ټینګار کړی، چې د کابل او باکو ترمنځ اړیکې ژوره تاریخي، فرهنګي او متقابلو باورونو ته ستنې دي او اوږده مخينه لري.
په دې نړيوال کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په تړاو څه نه دي ويل شوي. بايد وويل شي، چې آذربایجان له تېرو درېيو کلونو راپدې خوا له افغانستان سره ښې اړیکې لري.