ډېر لوستل شوي

اوزبيکستان د بلخ په کرنيزو ځمکو کې د کښت نويو مېتودونو ازموينه پيل کړه

د اوزبيکستان يوه لوړپوړي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ کرنيزو ځمکو په کښت کې د نويو مېتودونو ازموينه پيل کړه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې ریاست د غلو او دانو د پراختیا رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین وايي، دغه پلاوی به له افغان څېړونکو سره د وريجو او پنبې د کښت تجربې شريکې کړي .

د ښاغلي مستعين په وينا‌، ياد پلاوي د کرنې برخې له ځينو توليدي کارخونو هم ليدنه کړې او په دې لړ کې يې له يو شمېر شرکتونو سره تړونونه هم لاسليک کړي دي.

د ويلو ده، چې په دې پلاوي کې د ياد هېواد د کرنې، اوبو او برېښنا وزارتونو استازو هم ګډون کړی دی.

اړوند خبرونه