د اسلامي امارت استازو د ايران د صادراتي وړتياوو نندارتون (ايران اکسپو) د پرانيستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
په ايران کې د افغانستان سفارت وايي، په دې مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني او په تهران کې د کابل سفير مولوي فضل محمد حقاني ګډون کړی دی.
ياد نندارتون هر کال د ايران او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو همکاريو د پراختيا او اقتصادي فرصتونو د پېژندلو په پار ترسره کېږي.