ډېر لوستل شوي

د منصوري قول اردو لاسته راوړنه؛ لوګر کې درې پخواني ماینونه کشف او ضبط شول

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو د څلورمې پلي لواء د کشف استخباراتي منسوبينو د لوګر په مرکز پل‌علم کې درې ماينونه کشف او ضبط کړي دي.

د يادې قول اردو د رسنيو دفتر وايي، چې دغه ماينونه په پادخواب شانه کلي کې د تېر ۲۰ کلن اشغال پر مهال جوړ او په خوندي ځای کې پټ ساتل شوي وو. د ويلو ده، چې د يادې قول اردو منسوبينو تر دې وړاندې هم د لوګر په مرکز او ولسواليو کې يو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

اړوند خبرونه