د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نور الله نوري نن په خپل کاري دفتر کې د لوګر د ازرې ولسوالۍ له لسګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره کتلي دي.
د دغې کتنې پرمهال د قومي مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې کړي او د لوګر له امنیتي وضعیت څخه یې ډاډ څرګند کړی.
ملا نورالله نوري هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د اسلامی نظام په جوړښت کې ټولو قومونو ونډه اخیستې او د خپلو وینو په بیه به ترې ساتنه کوي.
ښاغلي نوري زیاته کړې: دغه اسلامي نظام د همدې خلکو په سرښندونو او ستړیاوو راغلی او په دې برخه کې د لوګر ولايت باشهامته، دين پروره او غيرتي خلکو هم قربانۍ ورکړې ده. سرپرست وزیر د ازرې د ولسونو ستونزې اورېدلي او وړاندې یې د حل ډاډ ورکړی.