د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيبالله اغا د يو شمېر رسنيو فعاليتونه مغرضانه بللي دي.
د اميد راډيو خبريال د راستنېدونکو کډوالو د زدهکړې سويې د تثبيت ازموينې اخېستو په ناسته کې د ښاغلي اغا په حواله ويلي، چې يو شمېر مغرضي رسنۍ په ګاونډيو او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو لپاره د افغانستان په تړاو منفي تبليغات کوي او د هغوی فکر د هېواد په تړاو منفي اړخ ته بيايي. د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد په ودانولو ټينګار کړی او دغه راز يې د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې د ځان بسياينې هيله ښودلې ده.