د تورخم د کمیسار ملا عبدالجبار حکمت په مشرۍ یو پلاوي له پاکستاني لوري سره د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې اترې کړي دي.
په دې ناسته کې ناروغانو ته د تګ راتګ د اسانتیاوو پر برابرولو، کډوالو سره ښه چلند، سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
افغان پلاوي زیاته کړې چې افغان مسوولینو تل د پاکستان له لوري راتلونکو مسافرو ته اسانتیاوې برابرې کړي او بار موټرونه یې نه دې ځنډول شوي، نو پاکستان لوری دې هم افغان مسافر او بار وړونکي موټر نه ځنډوي.
د ننګرهار د ځایي مسوولینو په وینا، تورخم کې افغان او پاکستاني لوري تل خپلې ستونزې یو بل سره شریکوي او دې ناسته کې هم د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی.