د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد تاشکند کې د ازبکستان د صنعت، پانګونې او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ناسته کړې ده.
دې ناسته کې د دواړو ګاونډیو او همکاریو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د افغان سوداګرو د ستونزو پر هواري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه ګډ اقتصادي مرکز پر جوړونې بحث شوی دی.
دې ناسته کې همدارنګه ژمنه شوې چې د ازبکستان د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ به یو پلاوی راتلونکې میاشت کې کابل ته راشي.
یاده دې شي چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوی به نږدې راتلونکي کې د کازان په اقتصادي فورم ناسته کې فعال ګډون وکړي.