د افغانستان ملي موزيم رييس مولوی صبغتالله عابد په کابل کې د ترکيې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تيکا) له رييس فاضل آکين اردوغان سره کتلي دي.
ياد موزيم وايي، په دې ناسته کې اردوغان موزيمونه د فرهنګي پرمختګ او نړيوال اړيکو د پياوړتيا لپاره مهم بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د فرهنګي همکاريو په پراختيا ټينګار کړی دی. د ويلو ده، چې د ملي موزيم رييس د تيکا ادارې رييس ته د افغانستان د تاريخي او فرهنګي آثارو يو کتالوګ هم ډالۍ کړی دی.