ډېر لوستل شوي

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ اقتصادي ناسته؛ د صادراتو اجازه، د ځمکو تثبیت او پانګوالو ته آسانتیاوې تصویب شوې

د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله په مشرۍ د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت دويمه اقتصادي ناسته وشوه.

ياد معاونيت په يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په لومړۍ ترسره شوې غونډه کې د شويو پرېکړو تعقیبي راپورونه وړاندې شوي دي.

د اقتصادي کمېسيون په ياده ناسته کې دغه راز د لومړنۍ غونډې د کړنلارې له مخې هېوادوال کولی شي په شخصي ځمکو کې د ځمکې د تثبیت بهیر په ۱۵ ورځو کې ترسره او په یوه میاشت کې یې نقشه، ویزه او چارې یې پيل کړي.

همدا راز د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، څو له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ په امارتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د چارو د ژر طی‌مراحل او په ټولو برخو کې د شته ستونزو د حل په موخه جامع طرزالعمل جوړ کړي. د اسلامي امارت زعيم امیرالمؤمنین حفظه‌الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په دويمه ځانګړې غونډه کې د یو منظم میکانیزم له مخې په کال کې د شپږو میاشتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د څارویو د صادراتو اجازه هم ورکړل شوې ده.

اړوند خبرونه