ډېر لوستل شوي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو نړیوالو سازمان پر کړنو نیوکه کړې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري ناسته کې ويلي، چې د خوړو نړیوال سازمان که څه هم له نړۍ څخه پراخې بودیجې ترلاسه کوي؛ خو په افغانستان کې د دوی د خدمتونو کیفیت ډېر ټیټ دی.

په دې ناسته کې د اميد راډيو خبريال د ښاغلي جلالي له قوله ويلي، یاد سازمان بې‌کیفیته توکي افغانستان ته واردوي، چې نه یوازې د افغانانو ستونزې نه حلوي؛ بلکې نورې یې هم ډېرې کړي دي. ښاغلي جلالي ټینګار کړی، چې مرسته کوونکي هېوادونه باید د دغه سازمان د خدمتونو د سیستم په اړه جدي پام‌لرنه وکړي.

اړوند خبرونه