د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (پنجشنبه، غوایي ۱۱مه) د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د واورې، شړکنده بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، پروان، بغلان، پکتیا، خوست او بامیان هغه ولایتونه دي چې ښایي سبا پکې شړکنده بارانونه وشي.
د هوا پېژندنې ریاست همدارنګه دې ولایتونو کې د تېزو بادونو، تالندو او سېلابونو راوتلو اټکل هم کړی دی.
یاد ریاست هېوادوالو ته د سېلابونو د راوتو او پسرلنیو ورښتونو کې د ځان ساتنې سپارښتنه کړې ده.