ډېر لوستل شوي

شهباز شريف: د ګواښ پر وړاندې به له خپل ځواکه کار واخلو

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوترېش سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې سولې ته ژمن دی؛ خو که پر وړاندې يې هر ډول ګام واخېستل شي، نو په بشپړ ځواک سره به د خپل حاکميت دفاع وکړي.

شهباز شريف په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې له انتونيو ګوترېش يې د امنيت شورا د پرېکړه ليک له مخې د جمو او کشمیر د شخړې په حل کې د خپل رول لوبولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په خپل اېکس يو ځل بيا د هند تر ولکې لاندې د کشمير پهلګام پېښې په اړه د دې هېواد تورنه رد کړي او د بې پرې څېړنو غوښتنه يې هم کړې ده.

اړوند خبرونه