ډېر لوستل شوي

عمان نهه افغان بندیان ازاد کړي

د عمان سلطنت د سلطان جلالتمآب هيثم بن طارق آل سعيد په حکم ۹ افغان بندیان له زندان ازاد شوي دي.

ویل کیږي چې دا بندیان د عمان د سلطان د هغه ځانګړي فرمان پر بنسټ خوشي شوي چې د کوچني اختر په پار یې صادر کړی و.

له ازادو شویو افغانانو ۶ تنه هېواد ته راستانه شوي او تمه ده ۳ تنه نور هم ژر راستانه شي.

افغان حکومت هم د یاد اقدام ستاینه کړې او له یاد هېواد سره یې د همکاریو د لا زیاتولو هیله کړې ده.

اړوند خبرونه