ډېر لوستل شوي

له چین څخه بلخ ته د سوداګریزو مالونو دویمه لویه جوپه راورسېده

 بلخ ته له چين هېواد څخه د دويم ځل لپاره د سوداګريزو توکو جوپه را ورسېده.

په بلخ کې د اميد راډيو خبريال وايي، دغه سوداګريزه جوپه له ياد هېواده د قازاقستان او اوزبيکستان د وسپنې پټلۍ له لارې حيرتان بندر ته را رسېدلې، چې په ۵ زره او ۶۰۰ کانټينرونو کې د افغان سوداګرو سوداګريز مالونه پکې شامل دي.

دغه خبريال له چين څخه افغانستان ته د لس زره کانټينره سوداګريزو مالو د رارسېدو په مراسمو کې د ياد هېواد د سفير له قوله ويلي، چې افغانستان يې دوست هېواد دی؛ نو په همدې موخه سياسي او اقتصادي اړيکي پراخوي.

د دې مراسمو په ترڅ کې د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستيال د چین هېواد سره د سوداګرۍ په پراختیا ټینګار کړی او زیاته کې ده، چې د دې ګډ دهلیز له لارې به چین ته د وچې مېوې او یو شمېر نور تولیدات صادر کړي.

اړوند خبرونه