د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي دي.
په دې کتنه کې مولوي مطیعالحق خالص ویلي، چې جاپان دې له چاپېریالي کنوانسیونونو غوښتنه وکړي، چې په چاپیریالي برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې بیا پیل کړي.
ښاغلي خالص همدارنګه د جاپان له سفیر غوښته کړې چې افغانستان دې د یوه فعاله غړي په توګه نړیوالو غونډو ته وبلل شي.
ښاغلي خالص دغه راز د جاپان له سفیر غوښتي، چې د چاپېریالي تجهیزاتو، د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو جوړولو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
ورته مهال ښاغلي کورومیا د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل او اړونده برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
یاده دې شي چې افغانستان له اقلیمي پلوه زیانمن هېواد دی چې تر اوسه دې برخه کې هېڅ بنسټ د پام وړ همکاري نه ده کړې او نه هم افغان چارواکي د چاپیریالي موضوعاتو اړوند نړیوالو غونډو ته بللی کیږي.