ډېر لوستل شوي

هند کې اورلګېدنه؛ ۱۴ کسان پکې مړه شوي

د هند د کلکتې په يوه هوټل کې بېګاه شپه د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.

هندي رسنيو د کلکتې پوليسو په حواله ويلي، چې د پېښې له ځايه يې د ۱۴ کسانو مړي ترلاسه کړي او يو شمېر نور د ژغورنې د عملياتو له پيل وروسته له هوټله اېستل شوي دي. ويل‌کېږي، چې دغه اور قابو شوی او د پېښې د څېړنې په موخه يو ځانګړې ډله هم ټاکل شوې ده.

اړوند خبرونه