د احصايې او معلوماتو ملې ادارې په تېر يوه کال کې په پنجشېر کې ۱۹ زره او ۲۱۳ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
يادې ادارې د پنجشېر د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو له مخې ويلي، په دې خدمتونو کې ۹ زره او ۴۸۴ برېښنايي پېژندپاڼې، ۶ زره ۳۹۹ کاغذي پېژندپاڼې، ۴۰۵ د زېږون کارتونه، ۵۱۰ د مړينې پارچې او ۹۱۹ نورو کسانو ته په پېژندپاڼو کې د سمون خدمتونه شامل دي.
د معلوماتو له مخې، د يادو خدمتونو ترڅنګ ۱ زر ۴۹۶ نورو کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تأييد خدمتونه هم وړاندې شوي دي. د پنجشیر د احصايې او معلوماتو ریاست وايي، چې د دې ولایت په مرکز کې د برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش څانګې سربېره، په ټولو ولسوالیو کې د نفوسو د احوالو ثبت اړوند دفترونه فعال دي او په ورځنۍ توګه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.