د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ يو پلاوی روسيې ته د دوه اړخيزو همکاريو د امکاناتو ارزونه او په کازان ښار کې د “روسيه او اسلامي نړۍ” په غونډه کې د ګډون په موخه سفر کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ټاکل شوې په دې سفر کې د ياد وزارت په سرپرست نورالدين عزيزي سربېره د يو شمېر نورو وزارتونو لوړپوړي چاروکي هم ګډون وکړي. د روسيې په کازان ښار کې ياده غونډه هر کال جوړېږي، چې موخه یې هم د اسلامي هېوادونو او روسیې ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي اړيکو پياوړتيا ده.