امریکا او اوکراين تېره ورځ د ديوې اقتصادي تړون د هوکړې له لاسليک خبر ورکړی دی.
ياده هوکړه وروسته له هغه لاسليک شوه، چې د امريکال ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراين څو اوونۍ پرلپسې فشارونه راوړل، چې له روسيې سره په جګړه کې يې د پوځي مرستو تاوان ورکړي.
يوې اوکراينۍ چارواکې د حکومت په استازيتوب د ياد تړون موخه د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي ودې يو مناسب چاپېريال رامنځتهکېدل ښودلي دي.
د ياد هېواد د اقتصاد وزيرې یولیا سویریدینکو پر خپله اېکس ليکلي، “له متحده ايالتونو سره يو ځای يو صندق جوړو؛ تر څو نړيوالې پانګې راخپلې کړو. “