د اشغال شوي فلسطين بيتالمقدس ته څېرمه لګېدلی اور مخ په پراخېدو دی او صهيونېست رژيم يې په قابو کولو کې پاتې راغلی او له نړيوالوې ټولنې يې مرسته غوښتې ده.
د فکس نيوز د راپور له مخې، دغه اور تېره ورځ په يوه ځنګل کې لګېدلی او د سختو بادونو له امله په چکۍ سره خپور او ګڼ شمېر اسراييليان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دغه پېښه کې تر دې مهاله ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.