ډېر لوستل شوي

د ماشومانو درملنه به په بهر کې نه په کور دننه کېږي

د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د ستر درستیز د روغتیايي چارو قوماندانۍ د “COFO” او “KBU” خیریه مؤسسو سره د ماشومانو د درملنې په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک شو.

یادې خیریه مؤسسې چې د “ماشومان موږ ته اړتیا لري” او “ماشومان زموږ راتلونکې دي” تر شعارونو لاندې فعالیت کوي، له دې وروسته به له سوء شکل (بدني کږوالي)، ارتوپېدي، د زړه سوري، سوځېدليو، د سترګې، غوږ، پوزې او ستوني، د اعصابو، یورولوژۍ او عمومي جراحي برخو کې د ناروغانو درملنه کوي.

د ملي دفاع وزارت د خبر له مخې، دغه درملنه د شهید سردار محمد داوود خان کمپلکس روغتون کې د داخلي او بهرنیو متخصصینو له خوا د ځانګړي تخفیف په پام کې نيولو سره کېږي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې په دې برخه کې ماشومان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته لېږل کېدل، چې درملنه یې له لوړو لګښتونو سره مله وه؛ خو اوس به دا ډول تخصصي درملنه د هېواد دننه، د شهید سردار محمد داوود خان کمپلکس روغتون کې تر سره کېږي.

اړوند خبرونه