ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت سرحدي منسوبينو ته درې ورځنی سيمينار وړاندې شو

د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د اپراسيون رياست د سرحدي همغږۍ معاونيت اړوند منسوبينو ته د ظرفيت لوړونې په پار پيل شوی درې ورځنی سيمينار پای ته ورسېد.

ياد وزارت وايي، په دې سيمينار کې منسوبيونو ته د ښه او په مسلکي توګه د مسووليتونو ترسره کولو په موخه د سرحدي سيمو په تړاو معلومات شريک شوي دي.

بايد وويل شي، چې دغه درې ورځنی  سيمينار د اپراسيون رياست لومړي مرستيال مولوي حبيب‌الله حبیب او د ياد رياست نورو مرستيالانو په شتون کې پای ته ورسېد.

د سرحدونو ساتنه نه یوازې د هېواد د امنیت خوندیتوب تضمینوي، بلکې د ملي حاکمیت یو مهم بنسټ هم بلل کېږي.

اړوند خبرونه