ډېر لوستل شوي

راستنېدونکو ته د کار او زده‌کړو نوې زمېنه؛ د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي له پنځو مؤسسو سره د ۲.۵ ميليونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌ليکونه لاسليک کړل.

ياد وزارت وايي، چې دغه مؤسسې به د تړون له مخې د راستنو شويو ښځو او نارينو لپاره د فني او مسلکي مهارتونو زده‌کړې، د کوچنيو کارونو پيل، د کاري وسايلو وېش، نغدي مرستې، د سپمايي ګروپونو جوړولو، کوچنيو پورونو ته لاس‌رسی، سوداګریزو مشورو او په يو شمېر نورو مهمو برخو کې فعاليت ترسره کړي. ټاکل شوې، چې له دې پروژې به په کندهار، هلمند، ميدان وردګ، کندز، جوزجان، لوګر، ننګرهار او کابل ولايتونو کې شاوخوا ۲۰ زره او ۵۰۰ کسان په مستقيمه توګه ګټه پورته کړي.

اړوند خبرونه