ډېر لوستل شوي

له ازبکستاني تخنیکي پلاوي سره کتنه؛ د عصري بڼوالۍ او د کرنې پر میکانیزه کولو بحث شوی

د ازبکستان د کرنې وزارت مرستیال ابدوذوکروف جمشید په مشرۍ د یاد هېواد تخنیکي پلاوي د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو له مرستیال مولوي باز محمد فیضان سره کتلي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د کرنې د پراختیا، د اوبو لګونې د قطره‌يي سیسټم پر پېژندګلوي، عصري بڼوالۍ، د کرنې په میکانیزه کول او د عایدلرونکو ونو بوټو پر کرلو بحثونه شوي دي.

وزارت وړاندې ویلي چې ازبکستاني پلاوي په دې برخو کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی. یاده دې شي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو افغان پلاوی هم ازبکستان ته تللی دی.

اړوند خبرونه