د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د نړيوالو همکاريو په برخه کې د قطر د دولت وزيرې مريم بنت علي المسند او د لوړو زدهکړو وزيرې لولوة الخاطر سره کتلي دي.
د ياد وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې ښاغلي متقي د بشري مرستو پر لا ښه مديريت او د لومړيتوبونو په ګوته کولو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز د روغتونونو جوړولو ترڅنګ د ظرفيت جوړونې او راستنېدونکو افغان کډوالو سره په مرستو کې پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
په دې ناسته کې د قطر دولت د لوړو زدهکړو وزیرې سره په علمي، کلتوري او مسلکي استادانو د روزنې په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشوې.