د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د پاکستان او هند روان کړکېچ ته په اشارې د امنيت او ثبات د ملاتړ په تړاو د اسلامي امارت دريځ څرګند کړی دی.
ښاغلي متقي د الجزيري ټلوېزيون سره په تازه مرکه کې د هند او پاکستان د رامنځته شوي کړکېچ په سولهييز حل ټينګار کړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دې مرکه کې د اسلامي امارت بېطرفي ښودلې او زياته کړې يې ده، چې نه غواړي افغانستان د نړيوالو قدرتونو ترمنځ د رقابت او جګړې ميدان وي.
دا په داسې مهال ده، چې د هند تر ولکې لاندې د کشمير په پهلګام کې د وروستۍ پېښې له امله د پاکستان او هند هر ډول اړيکي د کړکيچ تر حده رسېدلې او په دې لړ کې څو ځلې پوځي شخړه هم رامنځته شوې ده.