ډېر لوستل شوي

مولوي امير خان متقي د حماس جهادي غورځنګ د رهبرۍ شورا له غړو سره کتلي

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په دوحه کې د حماس جهادي غورځنګ د رهبرۍ شورا له مشر اسماعيل درويش او نورو لوړپوړو مسوولینو سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې په دې ناسته کې د غزې غميزې شهیدانو ته د دعا ترڅنګ د حماس غورځنګ مبارزه او سرښندنه ستایل شوې ده.

ښاغلي متقي همدارنګه په غزه کې د اسراييلي رژيم له لوري د فلسطینیانو ډله‌ييزه نسل‌وژنه هم غندلې ده.

 ښاغلی بلخي زیاتوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، افغان ولس د فلسطيني ورور ولس د مشروع مبارزې ملاتړ کوي او د بريا هيله ورته کوي.

اړوند خبرونه